اشتراک سفیر افغانستان در جلسه افتتاحیه گروپ سفیران خواهان برابری جنسیتی
جلسه افتتاحیه ” گروپ سفیران،خواهان برابری جنسیتی” در تاریخ ۲۳ اپریل ۲۰۲۱ با حضور محترم عباس نویان سفیر جمهوری اسلامی افغانستان در سویدن و سفیر غیر مقیم ج.ا. افغانستان در فنلند و سفرای ۶۴ کشور مقیم در استکهولم، بصورت آنلاین برگزار شد.
این برنامه که با همکاری سفارت تونس و سفارت رواندا تنظیم شده بود، با سخنرانی گرداننده برنامه آقای ریاض بن سلمان، سفیر تونس آغاز شد و متعاقباً خانم آن لینده، وزیر امور خارجه کشور شاهی سویدن در رابطه به اهمیت تقویت سیاست های فمنیستی در توانمندسازی زنان و سهم گیری آنها در اجتماع صحبت نموده، تذکر داد که پیشرفت هیچ جامعه بدون سهم گیری زنان و شریک ساختن آنها در ساختار سیاسی و اجتماعی کشور حاصل نخواهد شد.
سپس سفیران حاضر در جلسه درباره شرایط و راهکارها برای ایجاد برابری جنسیتی، رفع تبعیضات جنستی، رفع خشونت های جنسیتی، حقوق و توانمند سازی اقتصادی زنان و دستاوردهای مدافعین حقوق بشر، گفتگو و تبادل نظر نمودند.
سفیر افغانستان نیز در این نشست در رابطه به مذاکرات صلح بین دولت جمهوری اسلامی افغانستان و گروه طالبان، صحبت نموده و از همه اشتراک کنندگان جلسه خواست تا حامی صدای برحق زنان افغانستان باشند و از دست آوردهای دو دهه اخیر زنان افغان، فعالین حقوق زن و نهادهای حقوق بشری فعال در این زمینه پشتیبانی و حمایت نمایند.
د روان زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په ۲۳ مه نیټه په سویډن کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي عباس نویان د “جنډر برابرۍ ملګري، سفیرانو ګروپ” په لومړنۍ انلاین ناسته کې چې ۶۴ هیوادونو سفیرانو هم برخه لرله، ګډون وکړ.
دغه ناسته چې په سویډن کې د تونس او رواندا سفارتونو په نوښت جوړه شوې وه، د تونس د هیواد سفیر ښاغلي ریاض بن سلمان په پرانیستونکي وینا پیل شوه.
د سويډن د شاهي هیواد د بهرنیو چارو وزیرې اغلي ان لینده په ټولنه کې د ښځو د رول لاغښتلتیا په اړه د فیمینستي سیاستونو په پیاوړتیا تینګار وکړ او زیاته ئې کړه چې په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د فعالې ونډې پرته د ټولنې پرمختګ ناشونی دی.
په غونډه کې حاضرو سفیرانو د جنډر برابرۍ، جنسیتي تبعیضاتو او زور زیاتي لمنځه وړلو، د ښځو حقونو او اقتصادي پیاوړتیا او د بشر حقونو د فعالینو د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
په یاده ناسته کې د افغانستان سفیر د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو په اړه خبرې وکړې او د غونډې له ګډونوالو ئې وغوښتل چې په دغه پروسه کې د افغانستان د ښځو د برحقې غوښتنې ملاتړي واوسي او په تیرو دوو لسیزو کې د افغان ښځو د لاسته راوړنو، د ښځو د حقونو د فعالینو او په دې برخه کې د فعالو ټولنو ملاتړ او حمایت وکړي.