بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

سوله هرومرو غواړو او د دې جنایتکارانو محکمه هم هرومرو غواړو. هرڅه مو چې کړي دي بیا فکر ورباندې وکړې، دا جنایات به مو محکمې ته کش کړي. ستاسې مسولیت دې چې دا جنایات ودروۍ. که په دوحه کې یاستی که پاکستان کې، مسولیت تاسې ته درګرځي.
که هر جنایت، چې په دشت برچي کې کیږي که په لوګر کې مسول تاسې یاستی. له دې غلطو اعلامېو څخه چې دا کار موږ نه دۍ کړی بل چا کړی، دنیا او د افغانستان خلک بیزاره سوي دي. که تاسې غواړۍ د دې جنایاتو مخه
ونیول سي ولې اوربند نه کوۍ؟


تاسې خو وویل چې بندییان خوشې کړی او امریکاییان دې ووزي اوربند کوو، هغه ده اوس خو مو شپږزره بندییان هم درخوشې کړل او امریکاییانو هم وتل پیل کړل، نو وژل دې څه دپاره کوی؟ بیا تاسې ته دا معافیت څوک درکوي؟
زه غواړم دا په صراحت سره ووایم چې د افغانستان دولت د سولې لپاره هرې قربانۍ ته آماده ده. اما که چیرې د افغان ولس وژنه دوام وکړي، دا د افغانستان جمهور رئیس فیصله ده، زموږ د لویې جرګې فیصله ده چې د جنایتکارانو په وړاندې ودریږو او نه یوازې د وطن په سطحه بلکه د نړۍ په سطحه د عدلي او قضایی سیستم څخه استفاده وکړو ترڅو د دې جنایاتو مخه ونیسو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button