د تحصيلي او تجارتي اسنادو تائيدي
د تحصيلي او تجارتي اسناد د تائيدي لپاره، هيله ده چې په لاندې لارښوونو عمل وکړئ.
څنګه کولی شئ چې درخواست ورته وکړئ؟
د اسنادو د تصديق لپاره په حضوري بڼه په لاندې لارښوونو عمل وکړئ.
اولف: تاسې خپل اسناد د تصديق کولو د مرحلې (ليګلايز) څخه وروسته، يانې هرې ادارې پورې چې تړاو لري، د مثال په ډول د سويډن د بهرنيو چارو وزارت يا داسې نور څخه وروسته يې د سوېډن مېشت افغان سفارت د قونسلي څانګې ته راوړئ.
فيس:
د تحصيلي اسناد چې په سوېډن کې اخيستل شوي وي، د تائيدي فيس يې ۵۰ يورو دی، چې برابر د ۵۷۰ سويډني کرونه کېږي.
د تجارتي سند چې له سوېډن صادر شوی وي، د فيس بيه يې ۱۱۰ يورو دی چې برابر د ۱۲۵۰ سويډني کرونو کېږي.
فيس بايد د سفارت بانکي حساب ته داخل شي، د فيس د ورکړې رسيد بايد د ځان سره د سوېډن مېشت افغان سفارت د قونسلي څانګې ته راوړئ.
هغه هېوادوال چې په سوېډن کې اوسېږي، د سفارت د لاندې بانکي حساب شمېرې د لارې فيس ورکولی شي.
Bankgiro: 533-5013
Meddelande (په دې برخه کې خپل نوم او تخلص بايد وليکئ، البته د هغه کس چې درخواست کوي)
هغه هېوادوال چې په فنلنډ کې اوسي، خپل د فيس د سفارت د لاندې بانکي حساب شمېرې د لارې ورکولی شي.
IBAN: SE485000 0000 0527 7826 8308 | Swift/BIC:ESSESESS
زمونږ د اړيکو شمېرې:
WhatsApp: +46 70 775 0156
ایمیل : consulate@afghanembassy.se
يادښت:
ټول سوداګریز، تحصیلي، حقوقي او نور اسناد چې د سویدن له شاهي هېواد څخه صادر شوي وي، د افغانستان لپاره د اجراآتو په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د قونسلي څانګې تصدیق ته اړتیا لري. د تصدیق د مراحل بشپړولو لپاره، لومړی باید دا اسناد د سویدن د بهرنیو چارو وزارت د تصدیق په څانګه کې ثبت او تایید شي. هغه اسناد چې له افغانستان څخه صادر شوي وي، باید له دې وړاندې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت قونسلي څانګې ته وسپارل شي، په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست د تصدیق په څانګه کې ثبت او تایید شي.
هغه اسناد چې د سویدن څخه صادر شوي وي او په بهرنیو چارو وزارت کې ثبت شوي وي، او همدارنګه هغه اسناد چې له افغانستان څخه صادر شوي او د سفارت په ډیټابیس کې ثبت وي، په همدې ورځ تصدیق کېږي. که اسناد د سفارت په ډیټابیس کې ثبت نه وي، له اړوندو مراجعو څخه د استعلام په اساس د ثبت یا نه ثبت تصدیق کېږي او له پړاوونو وروسته غوښتونکي ته خبر ورکول کېږي.
هر سند په جلا توګه او ځانګړې ډول تصدیق کېږي. غوښتنلیکونه باید په حضوري ډول وړاندې شي.