د وکالت پانه – پشتو

د وکالت پاڼی د ورکړې لپاره اړوند شرطونه :

  • د قونسلی څانګې سره لیدل، د انلاین سیستم له لارې وخت وټاکل شی
  • د موکل شتون لازمی دۍ (موکل بالغ، عاقل، او د شرعی تصرفاتو لرونکۍ وی).
  • د دوو شاهدانو شتون. شاهدان بایدافغانان وی او یوه قطعه عکس، د هویت تائید پاڼه او د اوسیدو آدرس سند ولری.
  • د غوښتنلیک فورم ډکول
  • دوې قطعه عکسونه د موکل (غوښتونکی)
  • غوښتنلیک پاڼه د موکل (غوښتونکی) لخوا د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت په استاکهولم کښې چه په هغه کښې موضوع د وکالت پاڼې او حدود او مسئولیت د وکیل بیان شوې وی ولیکل شی. که چیرې موضوع په اړوند د ملک او مالکیت وی، کاپی، شمېره او نیټه د اړوندو اسناد (قباله، حصر وراثت او نورو) په مشخص توګه وړاندې شی.
  • د موکل تذکره چه په بهرنیو چارو وزارت کښې تائید شویې وی.
  • د اوسیدو یا اقامت محل اسناد – د بریښنا بل، د گاز بل، د بانک ورقه او داسې نور
  • فیس یې ——- کرون دۍ. فیس کولای شۍ د بانکی کارت له لارې په قونسلی څانګه کښې او یا هم په اړوند بانک کښې تحویل کړۍ. نقدې پیسې نه اخستل کیږی.

نوټ: اصل سند وروسته له بشپړېدو موکل ته ورکول کیږی. د لاسلیک نه وړاندې موکل په دقیقه ټوگه محتوا ولولی او وروسته د تائیدو که چیرې اجرا شی نو ورکول شوۍ مبلغ بیرته نه مستردیږی. که چیری تاسو وروسته له بشپړېدو د اسنادو، وغواړۍ چې د وکالت پاڼې په محتوا کښې تغییر راولۍ، باید د نوی وکالت پاڼه غوښتنه وکړۍ.

برای دریافت فورم وکالت نامه، اینجا کلیک کنید

Back to top button