د پاسپورټ د تمديد اړوند!

د برېښنايي پاسپورت د نوي کولو غوښتنه

لکه څنګه چې ټول هېوادوال خبر ياست چې د وطن د سياسي ستونزو له امله نوي پاسپورټونه نه چاپ کېږي، نو هغه هېوادوال چې په فنلنډ يا سوېډن کې اوسېږي او غواړي چې خپل پخواني پاسپورټونه تمديد کړي، کولی شي چې سوېډن (سټاکهلم) مېشت افغان سفارت ته د خپل پاسپورټ د تمديد کېدو لپاره حاضر شي.

هر پاسپورټ د پنځه کالونو لپاره تمديد کېږي او بيه يې ۱۳۵۰ سويډني کرونه ده چې ۱۲۵ يورو برابر ده.

هغوی چې غواړي خپل پاسپورټ تمديد کړي؛ کولی شي چې د بيې فيس يې انلاين لاندې بانکي حساب کې جمع کړي، د پيسو د انلاين فيس ورکولو څخه دوه ورځې وروسته دې د خپل آيډي کارټ او پاسپورټ سره د افغانستان سفارت ته د تمديد کولو لپاره راشي، وخت نيولو ته اړتيا نشته.

د پيسو ورکړه د بانک د لارې بايد ترسره شي، تر څو چې د سفارت بانکي حساب ته پيسې ونه رسي، د پاسپورټ تمديد هم ترسره کېدلی نه شي.

هغه هېوادوال چې له سوېډن بهر اوسېږي، هغوی کولی شي چې د پاسپورټ د تمديد بيه په يورو ورکړي.

يادښت: د هغوی هېوادوالو چې د پاسپورټ تاريخ ۶ میاشته يا ډېر تېر وي، هغوی بايد د هر کال په بدل کې ۲۷۰ سویډني کرونه يا ۲۷ يورو جرمانه د سفارت بانکي حساب ته واچوي.

د سوېډن مېشت سفارت بانکي حساب په لاندې ډول دی:
(Bankgiro: 533-5013) (نوم او تخلص د هغه چا چې پاسپورټ تمديد کوي، بايد د پيغام يا Meddelande په برخه کې وليکل شي.)

د سوېډن مېشت افغان سفارت د بانکي حساب شمېره د فنلنډ مېشت افغانانو لپاره په لاندې ډول ده:
IBAN: SE48 5000 0000 0527 7826 8308 | Swift/BIC:ESSESESS 
(ستاسو نوم او تخلص د بانک په بیان کې اړین دی)

شمېرو تماس نيولی شئ: WhatsApp: +46 707 750 156

برېښناليک: consulate@afghanembassy.se

Back to top button