د پاسپورټ خدمات
د بایومتریک پاسپورټ د غوښتنې لپاره لاندې معلوماتو ته پاملرنه وکړئ
څنګه غوښتلنیک وړاندې کړو:
۱- اړین اسناد اماده او د ټولو اسنادو کاپي له ځانه سره ولرئ.
۲- د پاسپورټ صادریدو لپاره د قونسلی څانگی سره وخت ټاکل لازمی دی. د مخکیني نوبت د نیولو لپاره د تذکرې او اقامت کارت د دواړو مخونو عکسونه زموږ انلاین سیستم ته (Online Appointment) د اسنادو د پلټنې او وخت د ټاکلو په موخه راواستوئ، ترڅو تاسې ته مخکینی نوبت تعین او وټاکل شي.
۳- که چیرې د پلټنې په پروسه کې ستاسې د اسنادونو صحت ثابت شي، په هغه ورځ چې تاسې ریزف کړې، د قبول وړ منل کیږي. د یادونې وړ ده چې ترڅو ستاستې رالیږل شوي اسناد د اعتبار وړ ونه شمیرل شي، ستاسې ریزف شوی وخت د نیول شوي نوبت په مانا ندی.
دپاسپورت د صدور لپاره ضروری اسناد:
۱- دپاسپورت غوښتونکی باید چه د خپل تابعیت د تذکری اصل وړاندی کړی. پرته له اصلی او یا هم کاپی د تذکری د وړاندی کولو ، ستاسو غوښتنلیک د منلو وړ ندی
۲- د پاسپورت د صدور په حالت کښی، سفارت ته د غوښتونکی حضور حتمی ده.
۳- د پاسپورت د صدور فورمه باید په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک شی. د پاسپورټ د صدورفورمه په اختیاری توګه په دری، پښتو، او انګرېزی ژبو ډکیدلای شی دا فورمی د سفارت له ویب پاڼی څخه لاسته راوړلای شی.
۴- د پاسپورټ په اندازه دوی قطعی عکسونه (دوه د واړه عکسونه باید(۴×۴٫۵cm) کښی او بک ګراونډ سپین وی او دواړه غوږنه پکښی د لیدلو وړوی.
۵- په استوګن ملکونو (سویډن او فنلنډ) کې د اقامت اسنادو ارایه کول.
د تادئې وړ فیس
- پنځه کلن پاسپورټ ۱۲۰ یورو چې ۱۳۵۰ سویډني کرونه کیږي.
- لس کلن پاسپورټ ۲۲۰ یورو چې ۲۷۰۰ سویډني کرونه کیږي.
قونسلي لګښتونه باید د بانک کارت له لارې تادیه شي. د بانک کارت پرته سفارت هیڅکله، په هیڅ ډول شرایطو کې چې وي، نغدې پېسې نه مني.
د پاسپورټونو غوښتلیکونه د ۶ نه ۸ اوونیو په ترڅ کې اجرا کیږي.
برای داونلود فورمه اخذ پاسپورت اینجا را کلیک نمائید
له موږ سره اړیکه.
بریښنالیک: consulate.sweden@mfa.af
اړیکشمیره: ۰۰۴۶۸۹۷۰۷۷۷
په سویډن کښی د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت هغو هیوادوالو ته چې په سویډن او فنلنډ هیوادونو کې هستوګن دي، او د پاسپورټ د صادریدوغوښتنه ولري، کولای شي د قونسلی څانګی سره اړیکه ونیسی. دا سفارت، د اوسنیو مقرراتو سره سم یوازی عادی پاسپورټونه صادروی. د نورو پاسپورټونو لکه سیاسي پاسپورټ، خدمت پاسپورټ، تحصیلي پاسپورټ او نورو لپاره په کابل کې د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلۍ چارو له ریاست سره په اړیکه کې شی.
له لسو کالو څخه د کم عمر لرونکو کوچنیانو لپاره د پاسپورټ د غوښتلو په موخه دغه لینک کیکاږئ.
هغه پاسپورټ هغه غوښتوونکي چې خپلې فورمې ئې په بشپړه توګه نه وي ډکې کړي، او یا ئې اسناد او اړین مدارک او معلومات نیمګړي وي، د پاسپورټ درخواست ئې مخته نه وړل کیږي او د پاسپورټ فیس یا لګښت ئې هم بیرته نه مستردیږي.
د نوی پاسپورټ غوښتونکی باید د قونسلې څانګی درې کسیز ټاکل شوی هیآَت سره د خپل هویت د تثبیت په اړه مرسته وکړی. ستاسو ټول لازمی معلومات باید د قناعت وړ او په اصلی او لیکلی بڼه هیاَت ته وسپارل شی. د پاسپورټ د صدور او یا عدم صدور پروسه د د قونسلۍ د څانګې د هیئت په وروستۍ پریکړې پورې اړه لري.
یادونه:
هیله ده چې د قونسلۍ څانګې ته د راتګ نه مخکې، د پاسپورټ غوښتنلیک ډاونلوډ او ډک کړی. په هغه صورت کې چې پخوا مو پاسپورټ ته درخواست کړی وي، باید د قونسلۍ د برخې مسول ته معلومات ورکړی، د معلوماتو د پټولو په صورت کې ممکن ستاسې درخواست ونه منل شي.