وکالت پاڼه Power of Attorney
د وکالت پاڼې د غوښتنې په موخه لاندې معلوماتو ته پاملرنه وکړئ:
څنګه غوښتنلیک وړاندې کړو:
- اړین اسناد اماده او کاپي له ځانه سره ولرئ.
- په خپل ټاکلي وخت سره د اړینو اسنادو د قونسلۍ څانګې ته تشریف راوړئ.
د وکالت پاڼی د ورکړې لپاره اړین اسناد او شرطونه :
- د موکل شتون لازمی دی.
- ۵٫ غوښتونکي یا موکل باید بالغ، عاقل، او د شرعی تصرفاتو لرونکۍ وی.
- د دوو شاهدانو شتون چې د شهادت اقرار وکړي، حتمي دی. شاهدان بایدافغانان وی او یوه قطعه عکس، د هویت تائید پاڼه او د اوسیدو آدرس سند ولری.
- د غوښتنلیک فورم ډکول
- دوې قطعه عکسونه د موکل (غوښتونکی)
- غوښتنلیک پاڼه د موکل (غوښتونکی) لخوا په سویډن کې د افغانستان اسلامی جمهوریت په سفارت کښې چه په هغه کښې موضوع د وکالت پاڼې او حدود او مسئولیت د وکیل بیان شوې وی ولیکل شی. که چیرې موضوع د ملک او مالکیت وی اړوند وي، نو د اړونده اسنادو کاپی، شمېره او نیټه (قباله، حصر وراثت او نورو) په واضح توګه وړاندې شی.
- د موکل تذکره چه په بهرنیو چارو وزارت کښې تائید شویې وی.
- د اوسیدو یا اقامت محل اسناد – لکه پرشنون بیویس، د بریښنا بل،د گاز بل، د بانک ورقه او داسې نور
قیمت یا فیس
- د وکالت پاڼې فیس ۱۳۷۰ سویډني کرونه دی
د وکالت پاڼې د ترتیب وخت
- د غوښتنې په ورځ وکالت پاڼه ترتیب او صادریږي
د وکالت پاڼې د ترتیب اړوند تفصیلي معلومات
وکالت پاڼه هغه سند دۍ چه په هغه کښې موکل د خپل حقوقی او اداری کارونو لپاره بل څوک د وکیل په توګه وروپیژنی او د موکل په غیاب کښې وکیل د هغه کارونه تعقیب او اجرا کړی. موکل ټول او یا هم یوه برخه خپل صلاحیتونه و کیل ته ورسپاری. دا اختیارات عبارت د املاکو د خرڅولو، د کوژدې او داسی نور دی.
د یادونې وړ ده چې په سویډن کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت د قونسلی څانګه د کوژدې رسمی سند نه صادر وی، په دې هکله صرف وکالت پاڼه صادر وی چه وکیل د موکل په نمایندگی د افغانستان په اړوندو ادارو کښې اقدام وکړي.
د وکالت پاڼی د ورکړې مرحلې:
وروسته له دې چې وکالت پاڼه د ددې سفارت د قونسلۍ په څانګه کې ترتیب شي، وکیل باید د افغانستان د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ څانګې ته، د وکالت پاڼې اصل وړاندې او تائید کړي، د هغه نه وروسته بیا اړوندو څانګو (محکمه، اداری، وزارتونه، ستره محکمه او نور ارګانونه) ته وړاندې شی.
یادونه: په هغه صورت کښې چه تیروتنه او یا غلطي په غوښتنلیک او نورو مدارکو کښې موجوده وی او وکالت پاڼه صادره شی، فیس یې بیرته نه ورکول کیږی
نوټ: اصل سند وروسته له بشپړېدو موکل ته ورکول کیږی. د لاسلیک نه وړاندې موکل په دقیقه ټوگه محتوا ولولی او وروسته د تائیدو که چیرې اجرا شی نو ورکول شوۍ مبلغ بیرته نه مستردیږی. که چیری تاسو وروسته له بشپړېدو د اسنادو، وغواړۍ چې د وکالت پاڼې په محتوا کښې تغییر راولۍ، باید د نوی وکالت پاڼه غوښتنه وکړۍ.
له موږ سره اړیکه.
بریښنالیک: consulate.sweden@mfa.af
اړیکشمیره: ۰۰۴۶۸۹۷۰۷۷۷
برای دریافت فورم وکالت نامه، اینجا کلیک کنید