د تعزیت کتاب امضا کول د پاپ فرانسیس د وفات په مناسبت

د جمعې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۲۵مه نېټه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت شارژدافر په سویدن کې د واتیکان سفارت ته ورغی او د پاپ فرانسیس د وفات له امله یې د جناب آرچبیشاپ جولیو مورات، چې په سویدن، ناروې، فنلنډ، آیسلنډ او ډنمارک کې د واتیکان سفیر دی، سره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

په دې لیدنه کې، شارژدافر د پاپ فرانسیس له ارزښتناکه رول څخه د دینونو ترمنځ د خبرو اترو او نږدېوالي، د سولې د پیاوړتیا او د مظلومانو د حقونو د دفاع په برخه کې قدرداني وکړه، او د تعزیت کتاب، چې د کاتولیکانو د معنوي مشر د وفات په مناسبت پرانیستل شوی و، امضا کړ.

SHARE ON SOCIAL MEDIA