Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan in Stockholm - Kingdom of Sweden
EMBASSY of
THE ISLAMIC REPUBLIC OF AFGHANISTAN
THE ISLAMIC REPUBLIC OF AFGHANISTAN
Stockholm - Kingdom of Sweden
EMBASSY of
THE ISLAMIC REPUBLIC OF AFGHANISTAN
THE ISLAMIC REPUBLIC OF AFGHANISTAN
Stockholm - Kingdom of Sweden
د زېږېدنې سند
د زېږېدنې سند څنګه ترلاسه کړو؟
هغه افغانان چې په سویډن یا فنلینډ کې ژوند کوي کولی شي د زیږون سند لپاره په سټاکهولم کې د افغانستان سفارت ته غوښتنه وکړي.
مهم معلومات او لارښوونې
- متقاضی باید پخپله سفارت ته مراجعه وکړي. د دې سند د طی مراحلو یا صدور امکانات د پوست، آنلاین یا د متقاضي د غیابت په صورت کې نشته.
- غوښتنلیکونه د قونسلګرۍ د رسمي کاري ورځو او ساعتونو په اوږدو کې منل کېږي.
اړین اسناد
د زېږېدنې سند د غوښتنې لپاره، لاندې اسناد اړین دي:
- د افغانستان تذکرې یا پاسپورت کاپي: متقاضی باید د خپلې با اعتباره افغاني تذکرې یا پاسپورت یوه کاپي او د اړتیا په صورت کې اضافي کاپيانې وړاندې کړي.
- په سویډن یا فنلینډ کې د استوګنې سند: غوښتونکي باید د خپل استوګنې یا د هویت کارت یوه کاپي چمتو کړي، چې دواړه خواوې یې څرګندې وي.
- یو قطعه انځور: متقاضی باید یو نوی انځور، پاسپورت سایز، د سپین شالید سره وړاندې کړي [نمونه].
- آنلاین ډک شوی فورمه: فورمه باید آنلاین ترلاسه او ډکه شي. ډاډ ترلاسه کړئ چې د تایید شمېره مو چمتو ده. فورمه له [اینجا] څخه ترلاسه کړئ.
د سند صادرول
دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:
- حضوري مرکه: متقاضیان باید د قونسلګرۍ په حضوري مرکه کې ګډون وکړي. هلته د اسنادو او د غوښتنې پر مهال ورکړل شویو معلوماتو ارزونه ترسره کېږي.
- فیس: د زیږون سند فیس ۱۱۰۰ سویډني کرونه یا ۱۰۰ یورو دی. تادیات د بانک له لارې ترسره کېدی شي.
- په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.
مهم ټکي
- که تاسو د افغانستان اتباع یاست او د افغانستان تذکره تابعیت یا پاسپورت نه لرئ نو مهرباني وکړئ د هویت تثبیت لپاره له دې ځایه غوښتنه وکړئ.[دلته غوښتنه وکړئ] [Apply here]
- د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد مو له ځان سره راوړئ، تر څو د پروسې د ځنډ مخه ونیول شي. نیمګړي غوښتنلیکونه نه منل کېږي.
کاري ساعتونه
دوشنبه
09:00 - 16:00
سه شنبه
09:00 - 16:00
چهارشنبه
09:00 - 16:00
پنجشنبه
09:00 - 16:00
جمعه
09:00 - 14:00
شنبه
بند
یکشنبه
بند
-
Facebook
-
X (Twitter)