استکهلم - د سویدن پادشاهی
استکهلم - د سویدن پادشاهی
استکهلم - د سویدن پادشاهی
ستاژ پروګرام
د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت په استکهلم کی یو غني کوونکی ستاژ پروګرام وړاندې کوي، چې موخه یې محصلینو ته د ارزښتناکو عملي تجربو برابرول دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت په ستاکهولم کې د هغو علاقمندانو لپاره انټرنشيپ پروګرام وړاندې کوي چې غواړي خپلې تعلیمي او علمي تجربې د عملي کار سره عیار کړي. دغه پروګرام د څېړنو، اداري چارو او عامه مدیریت په برخو کې د ارزښتمن عملي تجربې د برابرولو لپاره ډیزاین شوی. دا فرصتونه بې معاشه دي او د محصلینو لپاره په رضا کارانه ډول وړاندې کېږي. دغه پروګرام د کال په اوږدو کې، په شمول د اوړي، تطبیقېږي او هدف یې د تجربې لاسته راوړلو لارې چارې پراخول او د تعلیمي او علمي تجربو سره یوځای کول دي.
د انټرنشيپ په پروګرام کې د ګډون له لارې، محصلین له عملي روزنې ګټه پورته کوي او په عین حال کې د سفارت په اداري، کلتوري، عامه ډیپلوماسۍ او کلتوري چارو کې مرسته کوي. دا همکاري دواړو خواوو ته ګټه لري، ځکه چې دا د محصلینو لپاره د تجربې ترلاسه کولو، د مسلکي راتلونکي په اړه د روښانه لید ترلاسه کولو کې مرسته کوي، او سفارت د محصلینو له خلاقیت او نوښت څخه ګټه پورته کوي.
د محصلینو لپاره ګټې:
- د مسلک پورې اړوند عملي تجربه ترلاسه کول
- د نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ په اړه عملي لیدلوري
- د رزومې او مسلکي پروفایلونو د پرمختګ لپاره ارزښتناک امتیازات ترلاسه کول
- د عملي کار تجربې له لارې د اعتماد زیاتوالی
- د انټرنشيپ دورې په پای کې د سفارت لخوا رسمي سپارښتلیک لیک ترلاسه کول
څنګه غوښتنلیک ورکړو
د انټرنشيپ پروګرام په یو ځانګړي وخت کې اعظمي څلورو انټرنانو ته ځانګړی شوی. هغه محصلین چې د سفارت سره د انټرنشيپ د ترسره کولو علاقه لري، کولی شي خپله غوښتنه او رزومه د سفارت رسمي ایمیل ته واستوي: info@afghanembassy.se
-
Facebook
-
X (Twitter)