استکهلم - د سویدن پادشاهی

د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت په سټاکهولم کې د پاپ فرانسس د وفات په اړه بیانیه
د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت په استکهلم کې د کاتولیک کلیسا د پخواني مشر، پاپ فرانسیس، د وفات له امله ژوره خواشیني او تسلیت څرګندوي، او دا تسلیت نړیوالې ټولنې، د کاتولیک کلیسا پیروانو او ټولو سولېدوستو انسانانو ته وړاندې کوي.
پاپ فرانسیس د خپل مشرتابه په موده کې د همدردۍ، عدالت غوښتنې او د مظلومانو د ملاتړ سمبول و. هغه تل د ادیانو ترمنځ د متقابل احترام پر اړتیا ټینګار کاوه او د ایټالیا کې د افغان ټولنې له استازو سره په لیدنه کې د خدای نوم د کرکې، تبعیض او تاوتریخوالي د توجیه لپاره کارول په کلکه وغندل.
پاپ فرانسیس د مسلمانانو او مظلومو اقلیتونو، په ځانګړي ډول په افغانستان، سوریه، فلسطین او بورکینافاسو کې، ملاتړ کاوه او تل د عدالت او سولې غږ و. هغه د کورنیو ویجاړوونکو جګړو، نژادي او مذهبي تبعیض، او د بشري کړاوونو پر وړاندې ودرېد او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د ملتونو او ادیانو ترمنځ د خبرو اترو د ترویج غوښتنه وکړه.
د افغانستان سفارت په استکهلم کې، د کاتولیک کلیسا له ټولو پیروانو او نړیوالې ټولنې سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، د پاپ فرانسیس یاد او خاطره لمانځي او هیله لري چې د سولې، سولهییز ګډ ژوند او د بشري حقونو د دفاع په برخه کې د هغه لاره تعقیب شي.
روح یې ښاد او لاره یې پررهروه شه.