استکهلم - د سویدن پادشاهی
څنګه د اقرار لیک ترلاسه کړو
اقرار لیک یو قانوني سند دی چې پکې درې واجد شرایط افراد د دوه شاهدانو په موجودیت کې په یو ځانګړي موضوع اقرار کوي. شاهدان د اقرار د صحت تصدیق کوي او ګواهي ورکوي. د اسنادو د بشپړ څیړلو، د اقرار د صحت د تصدیق، او د قانوني تشریفاتو د مراعاتولو وروسته، سفارت یا قونسلګرۍ برخه دغه سند تصدیق کوي او د قانوني اسنادو په برخه کې ثبتوي.
یادونه: مقر له، یعنې هغه کس چې د هغه په ګټه اقرار کیږي، باید په بشپړ ډول معلوم او مشخص وي. د ناپیژندل شوي کس یا موضوع په اړه اقرار به معتبر نه وي.