Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan in Stockholm - Kingdom of Sweden
THE ISLAMIC REPUBLIC OF AFGHANISTAN
Stockholm - Kingdom of Sweden
THE ISLAMIC REPUBLIC OF AFGHANISTAN
Stockholm - Kingdom of Sweden
د زوجیت وثیقه
د تصدیق زوجیت (د واده تصدیق) ترلاسه کولو لارښود
د نکاح سند یا د واده وثیقه د قونسلي څانګې لخوا په درې لاندې حالتونو کې صادریږي. درنو غوښتونکو ته په درنښت، هیله کیږي چې د لاندې ټولو مواردو له دقیقې مطالعې وروسته، د خپلې اړوندې برخې مطابق د اړتیا وړ اسنادو او ټولو مراحلو بشپړولو سره سفارت ته مراجعه وکړي.
لمری حالت :
هغه جوړې چې مخکې یې شرعي نکاح ترسره کړې وي، واده یې د سند د صادرېدو تر مهاله دوام لري او دواړه خواوې اوس مهال په سویډن یا فنلینډ کې شتون لري، د لاندې شرایطو په بشپړولو سره سفارت ته مراجعه وکړي:
- د دواړو خواوو حضور په سفارت کې.
- د دواړو خواوو د تذکرې یا پاسپورټ اصل او کاپي وړاندې کول.
- د اوسېدلو هېواد د پېژندپاڼې اصل او کاپي وړاندې کول.
- د هر شخص (دواړه خواوې او شاهدان) یوه قطعه عکس.
- دوه شاهدان او درې اقرار کوونکي له پېژندپاڼې او عکس سره.
- د واده عرفي یا شرعي سند یا د اولادونو د زوکړې سندونه (که اولادونه ولري).
دوهم حالت:
هغه جوړې چې شرعي نکاح یې ترسره کړې ده، خو یو له دواړو خواوو څخه له سویډن یا فنلینډ څخه بهر وي، لاندې شرایط دې بشپړ کړي او د اړوند اسنادو سره دې سفارت ته مراجعه وکړي:
- د هغه همسر له خوا رسمي وکالتنامه چې په سویډن یا فنلینډ کې شتون نه لري.
- د دوو شاهدانو شتون له پېژندپاڼې سره.
- د شرعي یا عرفي سند وړاندې کول چې د دواړو خواوو د واده د ترسره کېدو ثبوت وي (عرفي واده سندونه، او داسې نور).
- د دواړو خواوو د تذکرې یا پاسپورټ اصل او کاپي وړاندې کول.
- د دواړو خواوو د تذکرې یا پاسپورټ اصل او کاپي وړاندې کول.
- د هر شخص (دواړه خواوې او شاهدان) یوه قطعه عکس.
دریم حالت:
هغه جوړې چې دواړه خواوې په سویډن یا فنلینډ کې دي او غواړي نوی واده ترسره کړي، باید لاندې شرایط په پام کې ونیسي او عملي یې کړي:
- د دواړو خواوو حضور په سفارت کې.
- د دواړو خواوو د تذکرې یا پاسپورټ اصل او کاپي وړاندې کول.
- د اوسېدلو هېواد د پېژندپاڼې اصل او کاپي وړاندې کول.
- د هر شخص (دواړه خواوې او شاهدان) یوه قطعه عکس.
- د سویډن یا فنلینډ د مالیې ادارې د تجرد سند وړاندې کول چې له صادرېدو یې تر ۶ میاشتو زیات وخت نه وي تېر شوی.
- د واده قانوني او شرعي خنډونو نشتوالی د زوجه د ولی رضایتلیک په واسطه ثابتول.
- دوه شاهدان له معتبر پېژندپاڼې او عکس سره.
د سند صادرول
- د نکاح سند فیس ۲۰۰۰ سویډني کرون دی چې د سفارت د بانکي حساب له لارې ورکول کېدی شي.
- په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.
مهم ټکي
غوښتونکي دې د نکاح سند یا نکاح خط په هر صورت کې، د پورته ذکر شویو حالاتو او شرایطو په پام کې نیولو سره دې لینک کلیک وکړي او د اړوند فورم د ډکولو وروسته، هغه کوډ یا شمېره چې په اتومات ډول ترلاسه کېږي، سفارت ته وړاندې کړي.
-
Facebook
-
X (Twitter)