Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan in Stockholm - Kingdom of Sweden

د روژې په میاشت کې د سفارت د کاري ساعتونو خبرتیا
د روژې د پرفیضې او بابرکته میاشتې د رارسېدو له امله، خپلو ګرانو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو. همدارنګه، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت په استاکهولم – سوېډن کې به د دې مبارکې میاشتې په ترڅ کې خپل کاري وختونه په لاندې ډول تنظیم کړي:
د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې: له سهار ۹ بجو څخه تر ماسپښين ۲ بجو پورې
هیله ده چې د ټولو عبادتونه او طاعتونه د لوی رب له لوري قبول او د رحمت او رستګارۍ سبب وګرځي.
په درناوي،,
د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت – استاکهولم، سوېډن

