استکهلم - د سویدن پادشاهی

زموږ نوي ویب پاڼې ته ښه راغلاست
د افغانستان سفارت په استکهلم کې په ویاړ سره اعلان کوي چې خپل نوی رسمي ویب پاڼه د پرمختللي تخنیکي معیارونو او عصري ډیزاین سره په لاره واچوله. دغه ویب پاڼه په درې ژبو: دري، پښتو، او انګلیسي کې شتون لري. موخه یې دا ده چې د سفارت د فعالیتونو، قونسلي خدماتو، او د افغانستان او سویډن اړوند نورو موضوعاتو په اړه دقیق او مفید معلومات وړاندې کړي.
زموږ ګرانو هیوادوالو کولی شي په دې ویب پاڼه کې د قونسلي پروسیجرونو، ویزې اخیستو، پاسپورت نوي کولو، مدني ثبت او نورو خدماتو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي. همچنان، ځانګړې برخې د افغانستان او سویډن د فرهنګ، تاریخ او دوه اړخیزو اړیکو معرفۍ ته ځانګړې شوې دي.
موږ ټول هیوادوال او علاقه مندان هڅوو چې له دې ویب پاڼې څخه لیدنه وکړي، د هغې له امکاناتو ګټه پورته کړي او خپل ارزښتناک نظرونه د هغې د لا ښه کولو لپاره له موږ سره شریک کړي.