Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan in Stockholm - Kingdom of Sweden
EMBASSY of
THE ISLAMIC REPUBLIC OF AFGHANISTAN
THE ISLAMIC REPUBLIC OF AFGHANISTAN
Stockholm - Kingdom of Sweden
EMBASSY of
THE ISLAMIC REPUBLIC OF AFGHANISTAN
THE ISLAMIC REPUBLIC OF AFGHANISTAN
Stockholm - Kingdom of Sweden
په سوېدن او فنلنډ کې د مېشتو افغانو ماشومانو د زيږون ثبت
هغه افغان وګړي چې په سوېدن او فنلنډ کې مېشت دي، کولای شي د خپلو نويو زېږېدلو ماشومانو د زېږون ثبت لپاره د سفارت قونسلي څانګې ته د رسمي کاري ساعتونو پر مهال مراجعه وکړي، يا دا بهير د پوست له لارې ترسره کړي.
اړين اسناد:
- د نوي زېږېدلي ماشوم پرسونبيوېس چې د ماشوم د مور او پلار نومونه پکې ليکل شوي وي
- د والدينو د افغان تذکره يا پاسپورت
- د والدينو نکاحنامه
پورته اسناد به د اړوندې څانګې لهخوا وڅېړل شي، او که بشپړ وي، د ماشوم معلومات به د بهر کې زېږېدلو افغان ماشومانو په ثبت کتاب کې وليکل شي. وروسته له طي مراحلو، يو رسمي تصديقليک د قونسلي مسئول له مهر او لاسليک سره ورکول کېږي.