د سویډن د پارلمان (ریکسداګ) له رئیس سره لیدنه

نجیب‌الله مهاجر، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت شارژدافِر، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۲مه، د چهارشنبې په ورځ، د سویډن د پارلمان د دویم کاري دورې د پیل په مناسبت جوړې شوې ناستې په څنډه کې، د دې هېواد د پارلمان له رئیس، ښاغلي اندریاس نورلین سره وکتل.

په دې لیدنه کې، ښاغلي مهاجر د افغانستان لپاره د سویډن د دولت او خلکو د دوامدار ملاتړ له امله مننه وکړه او د دې همکاریو د دوام پر ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړي همداراز د افغانستان له خلکو سره د سویډن د مرستو د ساتنې او پراختیا اړتیا ته اشاره وکړه او د دې ملاتړ د دوام غوښتنه یې وکړه.

په ځواب کې، د سویډن د پارلمان رئیس د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې سویډن تل د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او د هغوی له مشروع غوښتنو ملاتړ کوي.

SHARE ON SOCIAL MEDIA