په سوېدن او فنلنډ کې د مېشتو افغانو ماشومانو د زيږون ثبت

هغه افغان وګړي چې په سوېدن او فنلنډ کې مېشت دي، کولای شي د خپلو نويو زېږېدلو ماشومانو د زېږون ثبت لپاره د سفارت قونسلي څانګې ته د رسمي کاري ساعتونو پر مهال مراجعه وکړي، يا دا بهير د پوست له لارې ترسره کړي.

اړين اسناد:
  • د نوي زېږېدلي ماشوم پرسون‌بيوېس چې د ماشوم د مور او پلار نومونه پکې ليکل شوي وي
  • د والدينو د افغان تذکره يا پاسپورت
  • د والدينو نکاح‌نامه

پورته اسناد به د اړوندې څانګې له‌خوا وڅېړل شي، او که بشپړ وي، د ماشوم معلومات به د بهر کې زېږېدلو افغان ماشومانو په ثبت کتاب کې وليکل شي. وروسته له طي مراحلو، يو رسمي تصديق‌ليک د قونسلي مسئول له مهر او لاسليک سره ورکول کېږي.