د افغانستان سفیران په سویدن کی

په استکهلم کې د افغانستان سفیران له ۲۰۱۳ کال راهیسې

دافغانستان سفارت په استکهلم کې په ۲۰۱۳ کال کې د ډاکټر حمید هامی د افغانستان د سفیر په توګه له ټاکل کېدو سره تأسیس شو. تر دې دندې مخکې، ډاکټر هامی د لندن په افغان سفارت کې د مستشار وزیرمختار په توګه دنده ترسره کړې وه او تر دې وړاندې یې د افغانستان د جمهور رئیس د مرستیال د دفتر د رئیس په توګه کار کاوه. ډاکټر هامی د طب فارغ التحصیل دی او د سیاسي علومو ماسټري هم لري.

په ۲۰۱۸ کال کې، د ډاکټر هامی دوره پای ته ورسېده، او ښاغلی غلام‌عباس نویان، چې د کابل پولی تخنیک پوهنتون د انجینرۍ له پوهنځي فارغ، د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی، او یو سیاسي شخصیت و، د هغه ځایناستی وټاکل شو. ښاغلي نویان د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر تر ۷مې نیټې، چې د کوربه هېواد (سویدن) د پرېکړې له مخې یې دوره پای ته ورسېده، د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړه. له هغه وروسته، د سفارت مستشار، ښاغلی نجیب‌الله مهاجر، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی کارکوونکی دی، د دې دیپلوماتیک نمایندګۍ د مشرۍ او سرپرستۍ مسؤولیت پر غاړه واخیست.

ښاغلی مهاجر د لندن له پوهنتون څخه د دیپلماسۍ او نړیوالو اړیکو ماسټري لري. هغه په لندن او جرمني کې بېلابېل دیپلوماتیک ماموریتونه ترسره کړي، او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د برخې د مرستیال او سرپرست په توګه یې دنده ترسره کړې ده. اوس‌مهال، هغه د افغانستان د سفارت د شارژدافر په توګه په استکهلم کې دنده ترسره کوي.

۱- ډاکټر حمید حامی ۲۰۱۳-۲۰۱۸
۲- انجنیر غلام‌عباس نویان ۲۰۱۹-۲۰۲۴
۳- ښاغلی نجیب‌الله مهاجر (۲۰۲۵ – له ۱ جنورۍ ۲۰۲۵ راهیسې د سفارت شارژدافر)

کاري ساعتونه
دوشنبه 09:00 - 16:00
سه شنبه 09:00 - 16:00
چهارشنبه 09:00 - 16:00
پنجشنبه 09:00 - 16:00
جمعه 09:00 - 14:00
شنبه بند
یکشنبه بند